سحر چې د روښانه لمر غوټۍ و غوړېده
آفتاب پرست لاس په نامه ودرېده
زه مې د خيال کوڅې ته ووتمه
د سيند په غاړه د اوبو تر څنګه کښېناستمه
ما وې لږ غم به مې اوبو ته وويم
ګوندې يې ايسته چېرې لرې يوسي
ما وې که تا کې يې قدرت د اورېدو وي چېرته
زه يې توان درته د بيان لرمه
هغه مهال د سپينو شګو پر مخ
مې تريخ سر ليک ستا د بېلتون وليکه
هغه شېبه يوه څپه شوه پورته
زما ليکلې کر ښې يې ړنګې کړلې
لکه چې سيند هم پر دا ستر عظمت
ستا د بېلتون د کيسې توان نه درلود




