Home مقالې پير محمد کاروان _ پرښته دځمکې پرمخ

پير محمد کاروان _ پرښته دځمکې پرمخ

برېښناليک چاپول PDF

وايې ښځه دلوی خدای له خوايوه آسماني ډالۍ ده چې خدای پرځمکه لورولې ده.ښځه دانسانيت محبوبه برخه ده. خدای پاک چې پرانسان دخپلې مهربانۍيادونه کوي دمورمثال راوړي: فرمايي چې زه پرخپل بنده باندې ترمورنه هم اوياځله مهربان يم.په نبوي احاديثوکې دمورقدرترپلاردرې ځله زيات ښودل شوی دی.

 

  له دې څرګندونومې مقصددښځې دلوړمقام يادونه ده. ښځه چې وروالۍاستعدادلري نودکورنۍ دجوړولودملاتيراودټولنې دبنياد خښته ده. ځکه خوښځه دټولنې روح اودبشرلومړنۍ استاده بللی شو.ښځه چې دمور، خور، لور، دژونددملګرې اوپه نورومقدسوعنوانونو دکورپه انتظام، په کورکې دمينې، امن اوصميمانه فضاپه رامنځ ته کولوکې چې ترنارينه مهمه نه وي کمه نه ده. يوه له امن، پوهې، مينې اواخلاص ډکه کورنۍ ديوې ښې مهذبې اوبسياټولنې نماينده ګي کوي. ښځه يوازې ديوې کورنۍ دنجات پرښته نه ده. داپرښته دګردې ځمکې اودرستې دنياپرښته ده. ځکه خومکلفه ده چې دکورنۍ دښې روزنې په څېردخپل وطن اونوروبشري ټولنودخير، ښيګڼې، پوهې، امن اوبرکت په فکرکې هم وي. ددې ښه اوانساني فکرترڅنګ بايد عملي ګامونه هم واخلي او خپل ښه نيت پربشر ولوروي.

  وايي ښه مور ښه اولادونه راوړي اوښه اولادونه دښو ټولنو ضامن دي. د مفکرينو دا خبره بيخې پرځای ده چې وايي: دهرلوی سړي ترشا د يوې ښځی لاس وي.

کله چې لوی خدای پاک ښځوته دومره جوهر ورکړي بياخو په کار ده، چې ښځې ډيرو لويو پېښوته هم سرونه ټيټ نه کړي. دخيراواصلاح ټولنې جوړې کړي، د خرافاتو او بدرنګيو پر ضد قيامونه وکړي. که مونږ خپله ټولنه په تېرو دريو لسيزو

کې په غور وګورو، نو د ډيرو بد بختيو او تراژيد يو له صحنو سره به مخ شو. که ايماني اورښتيا ووايو نو د دې بدمرغيو، غمونو، دردونو او ورانيو پړه ترډيره زموږ د وطن پر سړيو

وراوړي. سړيو په يوه او بل نوم زمونږ په وطن کې جنګونه کړي، او يايې جنګونو ته لاره هواره کړې ده. د دې جنګونو په نتيجه کې يې د وطن واړه، زاړه ځوانان، ښځې او ماشومان وژلي او په لومړي قدم کې يې د دې وطن لوڼې د خپلو وروڼو، پلرونو، زامنو او دژوند دملګرو په غم کې په سرو سترګو ژړولې دې. دا درې لسيزې د دې وطن ميرمنو خپل شهيدان ژړلي دي.

  په وطن کې د سړيو په لاس خپلمنځي جنګونو د وطن د لوڼو پر زړونو داغونه اېښي. خو اوس د دې وخت رارسيدلی دی چې زمونږ خويندې ميندې، لوڼې او د وطن ټولې مېرمنې له دې داغونو راووځي، خپل زړونه او فکرونه د جنګ له غباره وڅنډي. د امن او سولې غږونه د دې وطن د انسان غوږونوته څه چې ددې وطن پرښې پرښې اوتيږې تيږې ته ورسوي. د ښځې غږ دمينې غږ دی،د امن او عاطفې غږ دی او په زړونو کې ځای نيسي. د دې لپاره چې دا دنجات دپرښتې غږخپل رسالت ترسره کړی وي په کار ده چې افغانې ميرمنې په اخلاص او په اتفاق ټولنې جوړې کړي، پخپلو کې دې ګټورې مشورې وکړي. د مهربانو استادانو په څېر دې زمونږ جنګ ځپلې ټولنې ته تعميري او دخير مفکورې ورسوي. که مونږ په رڼو سترګو پرافغاني ټولنه باندې دتيرو خپلمنځي جنګونو نتيجې ته وګورو پردې به اعتراف وکړو چې زمونږ د ټولنې دقومونو او ځينو قشرونو ترمنځ فاصلې راغلې دي. که دا فاصلې په مينه، اخلاص، صداقت او ښه نيت له منځه ونه باسو ګرانه به وي چې زمونږ ټولنه دې له محتاجيو او له ورپيښو ستونزو خلاصه شي.

  زه فکر کوم چې ددې فاصلو په لرې کولوکې به زمونږ دوطن د مېرمنو ونډه تر نارينه وو ډيره کاري ځکه وي چې د ښځو زړونه تر کرکو ډير مينې ،عاطفې او اخلاص ته جوړ دي. دا فاصلې په زور او په عقدو نه لرې کيږي. که موږ د خپل وطن حالات په غور وڅيړو په دې نتيجه رسيږو چې ځينې ډلې، ګروپونه، او تنظيمونه د دې پرځای چې خلک سره نږدې کړي لايې ترمنځ فاصلې راولي. وروسته تردې د وطن لوڼې د احساس او عاطفي مخلوق په مسووليت سره بايد راپاڅي او د وطن درستو دردونو ته درمان شي. په پېښور کې يوې خور له سړيو دا شکايت وکړ چې په افغانستان کې د خپل منځي جنګونو اوداراوروستيو ناخوالو موجب دوی وو. مايې خبره ومنله خو د ګيلې په ډول مې ورته وويل: په تاسو ميرمنو او د وطن په لوڼو کې هم داسې د فرانسې د ژاندارک په څېر کومه پيغله او مېرمن پيدا نه شوه چې الهامي خوبونه وويني او بيايې د خوبونو تعبير د وطن د آزادۍ او سوکالۍ سبب شي.

 

 وايي ژاندارک د فرانسې يوه کليواله نجلۍ وه چې رمه به يې څروله. کله به چې د فرانسې په کوڅو کې انګليسي عسکر په کبر او غرور ګرځيدل او د فرانسې خلک به يې ځورول نو ژاندارک ته به يې ډير زور ورکاوه. هميشه به په دې فکر کې وه چې کاشکې د انګريزي عسکرونه يې خپل وطن آزادکړی وای. دا چې ژاندارک له خپل وطن او آزادۍ سره د مينې او جنون تر بريده زړه تړلی ؤ نو کله کله به يې داسې الهامي خوبونه ليدل چې دا بايد د آزادۍ جنډه واخلي او د خپل وطن د ځوانانو مشري وکړي. هغه ؤ چې خپل خوبونه يې عملي کړل، په ډيرې ځوانمردۍ يې د آزادۍ جنډه واخيسته او د فرانسوي ځوانانو مړه احساسات يې راوپارول. که څه هم دا انګريزانو ونيوه او ژوندۍ يې وسوځوله خو د انګريزانو په ماتې کې يې ډيره لويه برخه

واخيسته.

 

 مطلب دا چې زموږ پر وطن دومره لوی کړاوونه تېرشول که له سړيو څه جوړنه شول نه هيله ده چې په مېرمنوکې داسې الهامې څيرې را پيدا شي اويا ځانونه جوړکړي چې د وطن دردونو ته درمان شي، د هېواد او هېوادوالو په وړاندې په  رښتيا د نجات د پرښتو دين ادا کړي. که موږ خپل ادب ته وګورو نو پښتو لنډۍ د فولکلوريک ادب هغه ښکلې برخه ده چې د پښتو ديواني ادب څه چې دنړيوال ادب سياله ده. داسې ويل کيږي چې دپښتولنډيو ډيره برخه مېرمنو ويلې ده. دا چې مېرمنې ديوه دومره لوی هنر دپنځولو توان لري نو دوی بايد تر ټولو وړاندې خپلو ځانونو ته په ارزښت قايلې شي.

 

 نن چې د ميرمنو کلتوري اوټولنيز بهير جوړيږي هيله ده چې دا بهيربه ترهر چا زيات پردې دردمن وطن زړه وسوځوي او د اخلاص هر آوازته به يې درديدلي وطنوال لبيک ووايي. ټولوهيوادوالو ته د دې ښکلي بهير مبارکې وايم. خدای دې وکړي چې د وطن دردمنې او با احساسه لوڼې او زموږګرانې خويندې د ټولو هيوادوالو په زړونو کې د امن، خوشحالۍ، سوکالۍ او يووالي دروازې پرانيزي.

 

امين يارب العلمين

 

 

وروستنۍ نوې شوې ( منځنۍ ، 3 FEBRUARY 2010 ، 13:10 )  

چاپ شوي آثار