نصير احمد احمدي_راځئ کيسه وليکو!
د کيسې هدف:
موضوع مو انتخاب کړه، اوس څه وکړو؟
څه موده وړاندې يو چا له جلال اباد څخه زنګ راته وهلی و، ويل يې:
" لنډه کيسه ليکم، خو نه پوهېږم چې ولې رانه اوږديږي؟ "
ډيری ليکوالان چې کله موضوع پيدا کړي، له فکر کولو پرته يې په ليکلو يې پيل کوي، دا ډول کيسې ښې نه راځي، له فوکسه ( تمرکزه ) وځي، هدف يې نه وي مالوم، يوې بلې خواته غځيږي، نه ليکوال خوند ترې اخيستی شي او نه هم لوستونکو ته په زړه پوري وي، ځکه نو د کيسو د ليکلو له پاره د هدف درلودل مهم دی.
هدف څه ته وايو؟
په دفتر کې کار کوئ، د رخصتۍ وخت دی، له کوره زنګ درته راځي، وايي چې ميلمانه لرو، سودا درسره راوړه!
طبيعي ده چې پوښتنه کوئ.
_ څه شی په کار دي؟

