د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد اووه پنځوسمې غونډې رپوټ
زمزمه نیازۍ
د میرمن بهیر نوبتي غونډه د کابل په نوي ښار کې د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړې په تالار کې د۱۳۹۰ کال د سلواغې په لومړۍ نیټه د غرمې په یوه بجه پیل شوه .دغونډې مشره نظیفه نیازۍ ،ویانده نعیمه غني اوآغلې وږمه ځدران په پښتو برخه کې د ماسترۍ د پروګرام محصله د غونډې میلمنه وه.
د غونډې په سر کې دهیواد د لوی لیکوال او ادبپوه ښاغلي استادسعدالدین شپون له پاملرنې او ټیلیفوني پیغام څخه مننه وشوه چې دبهیر دغونډو په اړه یې رااستولی و میرمن بهیر له قدرمن استاد سره ژمنه کوي چې دموسم له سمیدو سره به یې غونډې دتیر په څیرهره اونۍ شي د بهیر غونډې یوازې دژمي دیخني له امله په دوو اوونیو کې یو ځل جوړیږي چې د کب په میاشت کې به بیرته اوونیزې شي.
همدارنګه د تکړه لیکوال او کره کتونکي اجمل پسرلي له پاملرنې څخه هم مننه وشوه چې د میرمن بهیر د ویبپاڼې او نورو فعالیتونو په کړه یې کړې ده.وروسته په کاري مسایلو لنډې خبرې وشوې او دری تنه نوې ګډون والې غړې هره یوه نبیله محبي ،عادله محبي اوآغلې مژده جانه د بهیر ګډونوالو ته وروپیژندل شوي .چې د بهیر غړو یې تود هرکلی وکړ. دغه راز د ویبپاڼې لپاره چې د ندا ساپۍ تر څنګ محموده تقوا او نعیمه غني هم موظفې شوې د انترنیټي امکاناتو په ترلاسه کیدو سره د میرمن بهیر ویبپاڼه ډیر ژر په نوې بڼه فعالیت پیل کړي.









