• Narrow screen resolution
  • Wide screen resolution
  • Decrease font size
  • Default font size
  • Increase font size
ژ : ندا ساپۍ - څنګه کولی شئ د نړۍ تر ټولو ښه مېرمن ووسئ؟
منځنۍ ، 1 جولای 2009 ، 09:58

 هڅه وکړئ چې د خاوند خواړه مو تل تيار وي!

 

 

 لکه څنګه چې نوي په سلو کې نارينه کله چې بېګا ستړي او ستومانه کورته ستنېږي ، د تودو او خوندورو خوړو په تمه وي نو که تاسې د کوم لامل له امله کومه شپه په کور کې نه ياستئ ، ښه به دا وي چې له مخکې نه د خپل خاوند د خوښې خواړه تيار کړئ او په کور کې يې کېږدئ ، تر څو هغه پوه شي چې تاسې څومره د هغه په فکر کې ياستئ او درته ارزښت لري ، په دې توګه به  هغه  هم تاسو ته همدومره ارزښت درکړي .

بشپړ متن ...
 
غزل-طوبی ندا ساپۍ
درې نۍ ، 30 جون 2009 ، 09:28

ته پوهېږې مينه څه ده ؟ بس د زړونو پيوستون دی

د کثرت په آېنوکې د وحدت د رڼا شتون دی

اول مينه حسن روزي ، بياشي حسن مور د مينې

د فطرت په نندارتون کې دا څه ښکلی اوښتون دی

بشپړ متن ...
 
غاده السمان
درې نۍ ، 30 جون 2009 ، 08:33

اجمل پسرلی

سوریایۍ شاعره او لیکواله غاده السمان د عاشق او معشوق تر منځ تشابه شرط نه ګڼي اوپه شعر کې هغه مینه کوي چې ناممکنه یې ګڼلی شودا د انتظار مینه کوي، وصال نه غواړي.

غاده السمان په یوه شعر کې وایي:

هیله ده راشې خو زه نه راځم

زه د نورو په څېر نه يم                                                                                              

ما کړه ګرانه

ستا د خوبونو شهزادګۍ ته هم زه ورته نه یم

خو ما ګرانه کړه                                                                                                     

کله چې مې وینې

راته ګوره راته ګوره

زه دې، نه یادومه نه یادومه

بشپړ متن ...
 
له ادیبه ادیب او همت الله امين زي سره خواخوږي
درې نۍ ، 30 جون 2009 ، 07:10

په خواشينۍ سره موخبرترلاسه چې دهېواد دنوښتګرې شاعرې ژورنالستې او خوږ ژبې ویاندې ګرانې خورادیبه ادیب اودتكړه ژورنالېست ،شاعر،ليكوال ښاغلي همت الله امين زي نيكه (ملك سعدالدين) له دې فاني دنياڅخه سترګې پټې کړې دي

بشپړ متن ...
 
په كوټه كې د مېرمن پروين ملال په وياړ غونډه جوړه شوه
درې نۍ ، 30 جون 2009 ، 04:34

بارکوال میاخیل

د جون د مياشتې پر نهه ويشتمه نېټه په كوټه كې د پښتو ژبې د نوميالۍ شاعرې او كيسه ليكوالې خور پروين ملال په وياړ غونډه جوړه شوه


د دوشنبې په ورځ (د جون نهه ويشتمه) د كوټې په يوۀ لوى هوټل كې د ملګري ليكوال ادبي ټولنې له خوا د پښتو ژبې د نوميالۍ ليكوالې او شاعرې پروين فيض زاده ملال په وياړ يوه ستره غونډه جوړه شوې وه، چې په لسګونو ليكوالانو او شاعرانو پكې ګډون كړى و.

غونډه د ماځيګر پر پينځو بجو پيل شوه او د ماښام پر اته نيمو بجو پاى ته ورسېده. په دې غونډه كې د آغلې پروين ملال پر ادبي ژوند او كار و زيار باندې هر اړخيزې خبرې وشوې. دا چي دغه غونډه د آغلې پروين د لنډ سفر له امله- چي له كراچۍ څخه كوټې ته راغلې وه- په بيړنۍ توګه جوړه شوې وه، نو اكثرو ليكوالانو د نوموړې پر ادبي ژوند او آثارو باندې له ليكلو مقالو او ليكنو پرته په شفاهي ډول خبرې وكړې.

پروفيسر محموداياز وويل: پروين ملال په اوسمهال كې زموږ د ښځمنو شاعرانو له ډلې څخه نه يواځې يوه تكړه شاعره ده، بلكې هغه ډېره ښه كيسه ليكواله هم ده چې وايي تر ډېره يې پكې د خپل ښځينه توكم هراړخيزه انځورګري كړې ده.

بشپړ متن ...
 
د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير دپنځوسمې اوونېزې غونډې رپوټ
دوه نۍ ، 29 جون 2009 ، 06:35

توبا ندا ساپۍ

شنبه د سرطان د مياشتې په اوومه نېټه د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير پنځوسمه غونډه د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړه شوه . غونډه چې د بصيرې حميدي   په مشرۍ آغلې ښکلا مومند چلوله د بهير پر کاري خبرو پيل شوه . په  لومړۍ برخه کې  د رڼا مشاعرې د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې د يادونې وړ ده چې دا مشاعره تېره اونۍ د مېرمن بهير په نوښت په کابل کې جوړه شوه. بهير والو د مشاعرې بېلابېل اړخونه وارزول  او په دې توګه يې د غونډې ښېګڼې او څه نا څه  نيمګړتياوې په ګوته کړې او وويل شول چې دې ټکو ته بايد  په راتلونکو غونډو کې ډير پام وشي .

 

وروسته آغلې ساهرې شريف ګډونوالو ته  په رڼا مشاعره کې د رامينځته شويو لګښتونو پوره حساب ورکړ او ژمنه يې وکړه چې پاتې پيسې به د بهير بانکي حساب ته لېږدوي د میرمن بهیر غړو له هغو فرهنګپالو وروڼو څخه یوځل بیا مننه وکړه چې له میرمن بهیر سره یې مرسته کړې وه .

بشپړ متن ...
 
ولې پښتو ژبه نه زده کيږي؟
دوه نۍ ، 29 جون 2009 ، 05:58

لیک: شګوفه مینه

ټول په دې باور دي چې پښتانه کولای شي دري ژبه په ډېر اسانۍ سره زده کړي ، خو ډاډه دي چې دري ژبې هېڅکله پښتو نشي زده کولای. خو زه له دې سره مخالفه يم، او سوال مې دا دی چې که چېرې اوس مهال خلک هره ژبه زده کولای شي و او که چېرې ارواح پوهنې دا ثابته کړي دي چې هر عادي ماغزه کولای شي ديرش ژبه په ښه توګه زده کړي، نو څنګه د پښتو په برخه کې درې ژبې پاته راغلي دي. که څه هم دوی له کوچنيوالي څخه له پښتو سره په يو ډول نه يو ډول اړيکه لري او هم د ښوونځي په دوره کې هر کس مجبور دی 9 کاله پښتو ژبه ووايي.په پوهنتونو کې هم سربېره د ادبياتو پوهنځي نه په نورو پوهنځيو ، په تېره بيا په ژورناليزم پوهنځي کې شپږ سمسټره پښتو تدريس کيږي خو بيا هم يو زيات شمير محصلين ،حتی يو رقمي اعداد هم په پښتو نشي ويلای.

زه ددې حالت يوه ژوندۍ شاهده يم. د مکتب په دوره هېڅکله د پښتو ژبې ښوونکې زما ګرامري پوښتنې ته سم ځواب ندي راکړي،ځکه ډېری هغه استادان چې په ښوونځيو کې پښتو ژبه تدريس کويِ، مسلکي ندي او ددې لپاره چې د پښتو ژبې استادان په عمومې کچه په هېواد کې کم دي ، هغه پښتانه چې په بله رشته کې زده کوي، او يا هغه پښتانه چې يوازي د دوولسم ټولګي فارغان دي د پښتو ژبې د تدريس لپاره په ښوونځيو کې ګمارل کيږي. او په تأسف سره د ښځينه پښتو ژبې ښوونکې شمير بيا د نارينه و په پرتله ډېر کم دی او د نجونو په ښوونځيو کې بيا حالت بيخې خراب دی. هلته بيچاره زده کوونکي له بهرنيو ژبو نه هومره نه ويريږي لکه چې د پښتو ژبې له ازموينې نه چې ډاريږي. ښه په ياد لرم چې د خپل پښتو ژبې ښوونکې څخه مې چې په وار وار د (کرزی او کرزي) تر مينځ توپير وپوښته، خو هغې يوازې راته وويل چې "دا د پښتو قانون دی او په دې اړه څه نشم ويلای." او زه بيچاره حيرانه او له سوالونو نه ډکه په دې فکر کې وم چې دا د پښتو ژبې ګرامر کوم جادوګري ده او يا زه ټنبله يم؟ هلته ادبي فنون په ميخانيکي ډول تدريس کيږي او په ځينو ادبی صنايعو باندي ښوونکې هم هېڅ نه پوهيږي،او کله کله داسې هم کيږي چې ښوونکې څو ساده ادبي صنعتونه د ازموينې لپاره نشاني کوي او له نورو صنعتونو څخه له زده کوونکي سره يو ځاي ټوپ وکړي. له يا ګانو(ی) سره خو ډېری د پښتو ژبې ښوونکې بلد نه دي او کله کله د ليکلو په وخت کې د پښتو اصلي توري هم څوک نه مراعاتوي. کله چې پوهنتون ته راغلم هلته له ځينو پښتنو ژبپوهانو سره اشنا شوم او د پښتو ګرامر په اړه په يو څه وپوهېدم او هلته پوه شومه چې په مکتب کې اصلي ستونزه څه وه؟

بشپړ متن ...